طالبان: د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د وچکالۍ د مهار لپاره بند جوړېږي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر اعلان کړی چې د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د وچکالۍ د ستونزې د حل لپاره به یو د اوبو بند جوړ شي. د ده په وینا، د دې پروژې مالي لګښت به د ملي سوداګرو له لوري برابر شي او تخنیکي ملاتړ به یې دولتي ادارې پر غاړه واخلي.
دغه طالب چارواکي ویلي چې د دې طرحې هدف د اوبو سرچینو مدیریت او په زیانمنو سیمو کې د اوبو د کموالي د اغېزو کمول دي. نوزاد ولسوالي د هلمند په شمالي برخه کې ده او په وروستیو کلونو کې د پرلهپسې وچکالۍ او د سطحي او ځمکنیو اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخ شوې ده.
د سیمې اوسېدونکو څو ځله د کرهڼې او مالدارۍ لپاره د اوبو د نشتوالي شکایت کړی؛ یوه موضوع چې د ګڼو کورنیو اقتصادي ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. سره له دې، تر اوسه د دې بند د کار د پیل نېټه، ټول لګښت او د بشپړېدو موده نه ده روښانه شوې.
د اوبو د مدیریت کارپوهان ټینګار کوي چې د دې ډول پروژو بریا د شفافیت، مؤثرې څارنې او اوږدمهاله پلان جوړونې پورې تړلې ده، څو وکولی شي په وچو سیمو کې د خلکو اړتیاوې په دوامداره توګه پوره کړي.




