د هلمند–کندهار لویه لاره د بیا رغونې ۳۰ سلنه کار بشپړ شوی

د هلمند–کندهار لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار چې ټول لګښت یې ۱.۱ میلیارد افغانۍ اټکل شوی، په دوو برخو کې روان دی او تر دې دمه شاوخوا ۳۰ سلنه یې بشپړ شوی دی. دا لاره د هېواد په جنوبي زون کې له مهمو ترانزیټي لارو څخه شمېرل کېږي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې پروژې په چوکاټ کې نه يوازې د سړک بشپړه رغونه او ترميم روان دی، بلکې لسګونه پلچکونه هم جوړېږي. همدارنګه، د درېيو لويې پلونو جوړول هم د پروژې برخه ده چې له بشپړېدو سره به د وسايطو تګ راتګ په دغه لاره کې اسان شي.
د هلمند–کندهار لویه لار د سوداګريزو توکو د لېږد او د سيلو نو تر منځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره حياتي اهميت لري. د دې سيمې اوسېدونکي له کلونو راهيسې د سړک له خرابۍ شکایت لري او د دې پروژې پر وخت او معياري بشپړېدل کولای شي د ترانسپورټي ستونزو په کمولو او د اقتصادي فعاليتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.
د دې لارې د ارزښت له امله تمه کېږي چې د طالبانو اداره به د پروژې د پلي کولو په بهیر کې اړينه شفافيت رامنځته کړي او کارونه د تخنيکي معيارونو او ټاکل شوي وخت سره سم بشپړ کړي.




