په هلمند کې د يو کور چت پرېوتو د دوو ماشومانو ژوند واخست

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د دې ولایت د سنګين ولسوالۍ په يوه کلي کې د يو استوګنيز کور د چت پرېوتو له امله دوه ماشومان مړه شوي او دوه ښځې ټپي شوې دي.
د طالبانو د ادارې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، عبدالباري راشد، ويلي چې دا پېښه پرون د «جوشحالي» په سيمه کې رامنځته شوې ده. د ده په وينا، د پېښې قربانيان يو زوی او يوه لور وه.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، هغه دوه ښځې چې په پېښه کې ټپي شوې دي، تر طبي پاملرنې لاندې دي او د دوی روغتيايي حالت د اطمينان وړ بلل شوی دی.
هلمند د افغانستان جنوبي ولايتونو له هغو سيمو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي يې په خټو او کمدوام کورونو کې ژوند کوي؛ داسې کورونه چې د طبيعي پېښو او زړښت پر وړاندې لږ مقاومت لري. سره له دې، تر دې دمه د سنګين ولسوالۍ د استوګنيزو ودانيو د خوندیتوب د وضعيت او د هغې د ښه کولو په اړه زيات معلومات نه دي ورکړل شوي.




