نړیوال

په اوهايو کې د امريکا د مرستيال ولسمشر پر کور بريد شوی

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، په اوهايو ایالت کې د امريکا د مرستيال ولسمشر جي‌دي ونس کور د ناپېژاندو کسانو د بريد هدف ګرځېدلی دی. دا پېښه د سينسناتي په ښار کې رامنځته شوې او د سرچينو په وينا، د کور ښيښې ماتې شوې دي.

امريکايي پوليسو تاييد کړې چې د دغې پېښې په تړاو يو تن نيول شوی، خو تر اوسه د بريد د انګېزې او څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي. امنيتي چارواکي وايي، پلټنې لا هم روانې دي.

د رسنيو د سرچينو په وينا، د بريد پر مهال د مرستيال ولسمشر د کورنۍ هېڅ غړی په کور کې نه و او دا پېښه د انساني تلفاتو لامل نه ده شوې.

د امريکا سرچينې زياتوي چې دغه کور د امنيتي ساتنې لاندې و، او همدا علت دی چې مسؤل بنسټونه دا څېړي چې بريدګر څنګه د امنيتي تدابيرو څخه تېر شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button