روغتيامهم خبرونه

په هلمند کې ۵۰۰ ناروغانو ته د سترګو وړیا عملیات ترسره شول

د هلمند د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې د تېرو لسو ورځو په مهال، د فاطمه بیات ۵۰ بستریز روغتون کې د سترګو ۵۰۰ ناروغانو ته وړیا جراحي خدمات ورکړل شوي دي.

ډاکټر فاتح، د هلمند د عامې روغتیا رییس، پژواک خبري آژانس ته ویلي، چې دغه عملیات د عامې روغتیا وزارت له خوا راغلي اووه متخصص ډاکټرانو اجرا کړي دي.

د هغه په وینا، د دې پروګرام پر مهال ۷ زره ناروغانو د معاینې لپاره روغتون ته مراجعه کړې، چې له جملې يې ۵۸۰ ته لابراتواري معاینات ترسره شوي او شاوخوا ۸۰۰ تنو ته د نږدې لید ځانګړي عینکي هم وېشل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دې خدمتونو سره، ۵۰۰ اړو ناروغانو ته د سترګو وړیا عملیات ترسره شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا رییس د مرکز له خوا ورغلو متخصصینو مننه وکړه او له مرکزي ادارې یې وغوښتل چې دغه شان پروګرامونه دوام ومومي، تر څو نور ناروغان هم چې لاهم درملنې ته اړتیا لري، له دې خدماتو برخمن شي. دا لړۍ پرون په رسمي ډول پای ته ورسېده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button