امنیت او پېښېمهم خبرونه

د هلمند په نهرسراج کې د سیلابونو له منځه د خلکو ژغورنه

د هلمند ولایت ځايي سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو توانېدلي چې د نهرسراج ولسوالۍ په سیلابونو کې بند پاتې یو شمېر اوسېدونکي وژغوري. دا پېښه د «وزیرو مانده» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، د سختو بارانونو او د سیلابونو د راوتو له امله یو شمېر کسان په دې سیمه کې د اوبو له خوا محاصره شوي وو. امنیتي ځواکونه سیمې ته وررسېدلي، د ژغورنې عملیات یې ترسره کړي او بند پاتې کسان یې خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

هلمند ولایت د افغانستان په سوېل کې موقعیت لري او هرکال په ځینو ولسوالیو کې، په ځانګړي ډول نهرسراج کې، موسمي سیلابونه خلکو ته تاوانونه رسوي. د دې سیمو اوسېدونکي څو ځله د طالبانو له ادارې غوښتي چې د طبيعي پېښو د مخنیوي او مدیریت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button