اقتصادمهم خبرونه

هلند کې د پنبې بازار موندنې هڅې دوام لري

د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې ریاست چارواکي وایي چې د دې ولایت د پنبې د ښه پلور زمینه برابرولو لپاره یې له ایرانی سیالانو سره خبرې پیل کړې دي. د دغو چارواکو په وینا، هلمند د افغانستان له لویو پنبې تولیدونکو سیمو څخه ګڼل کېږي او د کورنیو صنایعو او صادراتو لپاره د خامو موادو د تولید لوړ ظرفیت لري.

د هلمند د سوداګرۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال لسګونه فابریکې د غوړیو، صابون، کنجاره او پنبې پورې اړوند نورو توکو د تولید په برخه کې فعالیت لري. د هلمند د کرنې ریاست چارواکي هم تأییدوي چې له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې د دې ولایت د پنبې صادراتو ته آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دغه ریاست رسمي شمېرې ښيي چې سږکال په هلمند کې له ۴۸ زره ۹۰۰ هکتاره زیاته ځمکه د دانه‌دارې پنبې لاندې کرل شوې او ټولیز تولید یې له ۱۸۳ زره ټنه ډېر شوی دی. سره له دې چې دا اندازه د وروستیو کلونو له لوړو تولیداتو څخه ده، خو ډېری هلمندي بزګران او سوداګر وایي چې بهرني مؤثر بازار ته د لاسرسي نشتوالی د دوی د محصولاتو د نرخ کمېدو لامل شوی دی.

ځايي کارپوهان خبرداری ورکوي، که طالبان د بزګرانو لپاره نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره نه کړي، کېدای شي یو شمېر تولیدونکي د پنبې له کښت څخه لاس واخلي او د کرنې سکتور له لا زیات رکود سره مخ شي. دا اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې هلمند د هېواد له مهمو کرنیزو سیمو څخه شمېرل کېږي او د پلور بازار کې هر ډول کموالی د دې ولایت د خلکو پر اقتصادي وضعه مستقیم اغېز لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button