په باباجي هلمند کې د سېلاب له امله لسګونه کسان او سلګونه مالونه ژغورل شوي

د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ د «لوي مانده» سیمې اوسېدونکي د تېرو شپو د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله له خطر سره مخ شول، خو لسګونه کسان او سلګونه مواشي د خطر له سیمې خوندي ځایونو ته انتقال شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا کسان د سېلاب په منځ کې بند پاتې وو او عادي وتل ورته ناممکن وو. د ۲۱۵ عزم قول اردو د انجنيرۍ کندک ځواکونو د ژغورنې عملیات ترسره کړل او اغېزمن شوي کسان يې خوندي سیمو ته ورسول.
دغه وزارت ویلي چې د یادې ډلې سرتېرو هڅه وکړه چې په لنډ وخت کې ساحې ته ورسېږي او له احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.
هلمند هغه ولایت دی چې د ورښتونو په موسم کې اکثر د ناڅاپي سېلابونو شاهد وي، داسې پېښې چې د اوبو د مهار د ناقصو زېربناوو له امله د نازکو ولسواليو اوسېدونکو ته جدي خطرونه رامنځته کوي.




