اقتصادمهم خبرونه

په هلمند کې د درې میلیاردو افغانیو په ارزښت ۵۲ پرمختیايي پروژې پلي شوې

د هلمند د اقتصاد ریاست ویلي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې په دې ولایت کې ۵۲ پرمختیايي پروژې د ټولیز لګښت له درې میلیاردو او ۲۸۷ میلیونو افغانیو څخه په زیات ارزښت ترسره شوې دي. د دې ریاست د چارواکو په وینا، دغه پروژې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه په بېلابېلو برخو کې عملي شوې دي.

چارواکي وایي، د دغو پروګرامونو له لارې نږدې ۱۹۷ زره اړمن کسان ګټه ترې اخیستې ده. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۷ زره کسانو د کار په بدل کې نغدې پیسې ترلاسه کړې او نږدې ۲۸ زره نورو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د یادو پروژو په چوکاټ کې نږدې دوه میلیونو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي دي. خو د روغتیایي پروژو د نوعیت او د خلکو د لاسرسي څرنګوالي په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره دا شمېرې د هلمند د پرمختیايي برخې د پرمختګ نښه بولي، تر اوسه رسنیو ته د بودیجې د لګښت د شفافیت، د څارنې د میکانېزم او د دغو پروژو د دوام په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، هغه موضوع چې تل د خلکو او د څارونکو بنسټونو له لوري یو جدي غوښتنه بلل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button