سياستمهم خبرونه

پاکستان طالبان د پټ ساتلو او دوکې تورن کړل

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د طالبانو د ویاند وروستیو څرګندونو ته په تونده غبرګون کې وویل چې طالبان د کورنیو بحرانونو پر ځای، نور هېوادونه تورنوي څو خپلې ناکامۍ پټ کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ، د عقرب په ۱۰مه، پر ټولنیزې شبکې ایکس (پخوانۍ ټویټر) کې وویل چې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندونې مغرضانه او پرمختشه دي. د هغه په وینا، طالبان له جدي داخلي اختلافونو سره مخ دي او د ثبات راوستلو او خدماتو وړاندې کولو له ناتوانۍ، د سیاسي تبلیغاتو او لفاظیو له لارې پټوي.

خواجه آصف زیاته کړه چې د پاکستان خلک، په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا ایالت کې، ښه پوهېږي چې طالبان له ترهګریزو ډلو سره څه ډول ملاتړ کوي، او چې د دوی پالیسي د بهرنیو ګټو، په ځانګړې توګه د هندوستان، سره همغږي ده، چې سیمه‌ییز ثبات ته زیان رسوي.

د پاکستان د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې دغه اداره د اقلیتونو، ښځو، ماشومانو او قومونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي او د بیان ازادي، د تعلیم حق او د خلکو استازیتوب یې ترې اخیستی دی.

آصف وویل چې طالبانو له واک ته دوهم ځل رسیدو نږدې څلور کاله وروسته، په ژمنو کې پاتې راغلي او یوه بې‌ظرفیته، بې‌انسجامه او بې‌پروګرامه اداره یې جوړه کړې ده.

نوموړي دا هم وویل چې طالبان اوس هڅه کوي د بهرنیو ګټو لپاره د اجیرانو په توګه کار وکړي او خپل کمزورتیاوې د تبلیغاتو تر شاه پټې کړي.

دا څرګندونې تر هغه وروسته شوې چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خیبر ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، د پاکستان وروستي هوایي بریدونه پر افغان-پاکستان پوله د امریکا د بگرام پوځي اډې ته د بېرته ستنیدو لپاره لاره هواروي.

خواجه آصف همداراز جیو نیوز ته په مرکه کې ادعا وکړه چې هندوستان د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد یوه نیابتي جګړه پیل کړې، او اوس ګڼ شواهد شته چې دا ادعا تائیدوي. هغه زیاته کړه چې د هند هڅه دا وه چې پاکستان په ختیزه او لوېدیځه پوله کې یو وخت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې که اړتیا شي، اسلام‌آباد به د دغو تورونو اسناد خپاره کړي. نوموړي دا هم وویل چې په ختیځه جبهه کې هندوستان ماته خوړلې او لومړی وزیر نریندرا مودي اوس غلی پاته شوی.

دغه تورونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو اداره له هندوستان سره هر ډول اړیکې او له ترهګریزو شبکو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د داخله وزیر سراج‌الدین حقاني تازه ویلي چې د امریکا سره د دوحې د هوکړې له مخې طالبان ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارېږي.

خو طالبان همېشه د پاکستان امنیتي ستونزې د هغې هېواد داخلي مسئله بللې او د خپلې مداخلې هر ډول تورونه یې رد کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button