د سختو واورو ورېدو په څو ولایتونو کې د سلګونو کورنیو ژوند ګډوډ کړی

د نړيوالې مهاجرت ادارې (IOM) ويلي چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د درندو واورو ورېدو د ګڼ شمېر اوسېدونکو ژوند له جدي ژمنيو ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مرستو رسولو ټيمونو توانېدلي چې بيړنۍ مرستې له ۶۸۱ زيانمنو کورنيو سره په کونړ، پکتيا، پکتيکا، پروان، کندهار او هرات ولایتونو کې ووېشي. دا مرستې په داسې حال کې ورکړل شوي چې ډېری کورنۍ د مناسب سرپناه، خوراکي توکو او د تودوخې د وسايلو له کمښت سره مخ دي.
IOM ټينګار کړی چې له اړمنو کورنيو سره د ملاتړ لړۍ روانه ده او هڅه کېږي چې مرستې هغو کسانو ته ورسېږي چې د سختې یخنۍ له امله ډېر زيانمن شوي دي.
په داسې حال کې چې نړيوالې ادارې د بيړني حالت د څار او مرستې په چارو بوختې دي، تمه کېږي د طالبانو اداره هم په همغږۍ، د لاسرسي د اسانتيا او د زيانمنو سيمو د اوسېدونکو د عاجلو اړتياوو په پوره کولو کې خپله جدي ونډه واخلي؛ هغه موضوع چې په تېر ډېرو ژمیو کې د کمزورې چمتووالي او ځوابويونې له امله له پراخو نيوکو سره مخ شوې وه.




