هوا پېژندنې ادارې په ۲۱ ولايتونو کې د سخت واورې، باران او تندباد خبرداری ورکړ

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت تر ادارې لاندې د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې رياست ويلي چې د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې د سختې واورې، درنې باران او تندبادونو امکان شته او له خلکو يې غوښتي چې احتياط وکړي.
د دې رياست د يوې خبرپاڼې له مخې، چې د يکشنبې په ورځ د سلواغې په پنځمه نېټه خپره شوې، دا هوايي حالت به سبا په لاندې ولايتونو کې رامنځته شي: نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتيکا، پکتيا، ميدان وردګ، باميان، غزني، زابل، اروزگان، دايکندي، غور، کندهار، هلمند، نيمروز، فراه، هرات، بادغيس او فارياب، چې د سالنګونو سيمې هم پکې شاملې دي.
په يادې وړاندوینې کې ويل شوي، د باران اندازه به په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ تر ۴۰ ميليمتره پورې وي، او د واورې ضخامت به هم په ځينو سيمو کې له ۱۰ تر ۴۰ سانتيمتره ورسېږي.
همدارنګه، د مرکزي او جنوبي ولايتونو په ګډون د سالنګونو په سيمو کې د تندو بادونو امکان هم شته، چې د دغو بادونو چټکتيا به په ځينو برخو کې له ۵۰ تر ۹۵ کيلومتره په ساعت کې وي.
د هوا پېژندنې رياست خبرداری ورکړی چې په تودو سيمو کې د سېلابونو د راپېښېدو احتمال هم شته. دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د سالنګ لویه لار له تېرو پنځو ورځو راهيسې د واورې له امله تړلې ده او د دې مهمې لارې بندېدو د خلکو پر تګ راتګ او اړينو خدمتونو ته پر لاسرسي ستونزې رامنځته کړي دي.




