ټولنه‌یزمهم خبرونه

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرتیا ورکړل شوه

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي چې تر د حمل د میاشتې دوولسمې نېټې پورې به د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو، رعدوبرق، تېزو بادونو او د سېلابونو د احتمال ګواښ وي. د دې خبر له مخې، د ورښت اندازه به له ۱۰ تر ۵۰ میلی‌متره او د باد سرعت به له ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت کې وي.

په دې خبرتیا کې ولایتونه هرات، فراه، نیمروز، هلمند، بادغیس، فاریاب، غور، دایکنډي، ارزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، کندز او تخار شامل دي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي دي چې د سیندونو، د اوبو لارو او د سېلاب‌زيانمنو سیمو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د احتیاطي تدابیرو جدي مراعت وکړي.

په تېرو کلونو کې په ځینو یادو ولایتونو کې موسمي سېلابونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د ځینو سیمو د زیان‌منتیا او د بحران‌مدیریت د بنسټونو د کمښت له امله تمه کېږي چې د طالبانو اداره باید د وخت په خبرتيا او مخنيوي چمتووالي کې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي څو د احتمالي تلفاتو مخه ونیول شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button