د ۱۹ ولایتونو لپاره د سختو بارانونو او سیلابونو خبرداری

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې د یو ناپایدار موسمي سیستم له امله به په راتلونکو ورځو کې د هېواد ۱۹ ولایتونه د سختو بارانونو، بادونو، رعدوبرق او د سیلابونو د بهېدلو له خطر سره مخ وي.
د سهشنبې، د وري ۱۱ نېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، ارزګان، زابل، غزني، میدان وردګ، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، پروان، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه د باران احتمال لري. د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۵۰ میلیمتره اټکل شوې ده.
همدارنګه، د هېواد په لوېدیځو، سوېلي او سوېل ختیځو سیمو کې، د سالنګونو په ګډون، د ۵۰ تر ۹۵ کیلومتره په ساعت بادونو د چلېدو امکان شته، چې دا وضعیت کولای شي د لویو لارو او غرنیو سیمو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړي.
یاد ریاست خبرداری ورکړی چې له وري ۱۲مې تر ۱۵مې پورې به د سختو بارانونو، رعدوبرق او د سیلاب خطر په ډېرو ولایتونو کې دوام ولري او د لوېدیځو، سوېل لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو لپاره د ډېر باران وړاندوینه شوې ده.
په داسې حال کې چې هر کال سیلابونه د هېواد اوسېدونکو ته د سر او مال زیانونه رسوي، تمه ده چې د طالبانو اداره د زیان د کمولو لپاره، په ځانګړي ډول په زیانمنونکو او لیرې سیمو کې، د مخنیوي اقدامات او اړینې چمتووالي طرحې عملي کړي او خلکو ته دقیقې او پر وخت مالومات ورکړي.




