سختې نښتې د جولاني ځواکونو او قسد ترمنځ د حلب په شاوخوا کې

د سوري سرچينو د راپور له مخې، د ابومحمد جولاني پورې اړوند ځواکونو او د قسد وسله والو ترمنځ د حلب ختيځ کې د ديرحافر ښار په شاوخوا کې سختې نښتې شوي چې له امله يې مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.
د الاخباريه خبري آژانس د خپل خبريال په وينا راپور ورکړی، چې د قسد ځواکونو د حلب د کاستيليو سيمې پر شاوخوا بريدونو کې د جولاني اړوند يو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي. هممهاله، يوې پوځي سرچينې الجزيرې ته ويلي، چې د قسد په يوه ډرون بريد کې په حلب کې يو پوځي وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.
له بلې خوا، د قسد ځواکونه ادعا کوي، چې د دمشق اړوند ډلو د ديرحافر سيمې، چې د دوی په وينا له ملکيانو ډکه وه، په نخښه کړې ده. قسد په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې کړکېچ مسووليت د دمشق اړوند ډلو ته متوجه کوي او ټينګار کوي چې د خپلو خلکو د دفاع او د سيمې د امنيت او ثبات د ساتنې په چوکاټ کې د ځواب ورکولو حق خوندي ګڼي.
د الجزيرې خبريال هم خبر ورکړی چې د حلب په ښار کې د شيخان څلور لارې ته نژدې د ډزو او سختو نښتو غږونه اورېدل شوي دي. له دې وړاندې، د الاخباريه سوريه د يوه پوځي سرچينې له قوله ويلي و، چې د سوري پوځ د قسد د ډرون د توغولو ځایونه د ديرحافر په شاوخوا کې له پېژندنې وروسته په نښه کړي دي.
د دغې سرچينې په وينا، د قسد ډرون بريدونه له شپږو زيات ملکيان او د پوځي پوليسو غړي ټپيان کړي، او د سوري پوځ ويلي چې غبرګون به يې محدود وي. دغه نښتې وروسته له هغې شديدې شوې چې د قسد قوماندان مظلوم عبدي او د دمشق د دولتي چارواکو ترمنځ ناسته بېپايلې پای ته ورسېده.




