روغتيامهم خبرونه

د ۷.۷ میلیونه ډالرو روغتیايي خدمتونو تړون په ۱۹ ولایتونو کې لاسلیک شو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې له یوې نړیوالې غیردولتي موسسې سره یې د ۷.۷ میلیونه امریکایي ډالرو ارزښت لرونکی پنځه کلن تړون لاسلیک کړی، څو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او د خلکو لاسرسی درملنیزو مرکزونو ته زیات شي. د دې تړون له مخې، نږدې ۶۰۰ زره تنه به په ۱۹ ولایتونو کې له روغتیايي خدمتونو ګټه واخلي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون له د «مالیزیا د نیمه‌ هادي صنایع انجمن» (MSIA) سره لاسلیک شوی، او موخه یې په کابل، ننګرهار، کاپیسا، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، جوزجان، فاریاب، هرات، کندهار، هلمند، سمنګان، غور، بامیان، پکتیا، خوست او فراه ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او پراختیا ده. د دې تړون ټولیز ارزښت ۷ میلیونه، ۷۳۰ زره او ۱۲۵ امریکایي ډالر اعلان شوی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا پروژه به د لومړنیو او تخصصي روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه‌والي، د خلکو د لاسرسي د زیاتوالي او د روغتیايي ستونزو د کمولو په موخه په ټاکلو سیمو کې تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې پروګرام په عملي کېدو سره به شاوخوا ۶۰۰ زره تنه له لومړنیو او تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي او ۴۰۴ کسانو ته به په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د کار زمینه برابره شي. له دې سره، کارپوهان ټینګار کوي چې د بودجې روڼتیا او د پروژو د پلي کېدو اغېزمن نظارت د هېواد د روغتیايي نظام د پایدار پرمختګ بنسټیز عوامل دي؛ هغه برخه چې په وروستیو کلونو کې له مالي کمښت او محدود لاسرسي سره مخامخ وه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button