سياستمهم خبرونه

هبت‌الله: طالبان به زور او هوايي بریدونو نه ماتېږي

د طالبانو مشر هبت‌الله آخندزاده په یوه غږیز پیغام کې، چې د اختر د لمانځه د وینا پر مهال په کندهار کې ثبت شوی، ویلي چې دا ډله د زور له لارې نه ماتېږي او د توپخانې او هوايي بریدونو له لارې هم نه شي له منځه وړل کېدای. نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست، خو ټینګار یې وکړ چې طالبان به د پوځي فشارونو پر وړاندې ودرېږي.

دغه وینا چې د طالبانو د ملاتړو له لوري خپره شوې، زیات تمرکز یې پر دې درلود چې باید هغه څه پلي شي چې “اسلامي قوانین” نومېږي او همدارنګه خلک د اوسني وضعیت له امله شکر وباسي. د طالبانو مشر له هېوادوالو غوښتي چې د موجود حالت قدر وکړي.

سره له دې، هبت‌الله آخندزاده په خپله وینا کې د پاکستان وروستیو بریدونو پر کابل او د نجونو د زده‌کړې پر موضوع هېڅ اشاره ونه کړه. د دغو مسایلو په اړه دا چوپتیا په داسې حال کې ده چې د نجونو د زده‌کړې حق او د اوسېدنې سیمو امنیت د افغانستان د ډېرو وګړو له مهمو غوښتنو څخه شمېرل کېږي.

کارپوهان باور لري چې د داسې عمومي دریځونو دوام، پرته له دې چې د خلکو پر اندېښنو روښانه ځواب ورکړل شي، د طالبانو د ادارې او د ټولنې د لویې برخې د غوښتنو تر منځ واټن زیاتوي. دا خبره په داسې وخت کې کېږي چې تعلیمي او ټولنیزې محدودیتونه لا هم پر خپل ځای دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button