الحشد الشعبي د سعودي عرب پولې ته څېرمه پراخ امنیتي اقدامات پيل کړي

يو عراقي امنیتي سرچینه اعلان کړې چې د الحشد الشعبي ځواکونو د الانبار ولايت لوېديځ پولهييزو سيمو کې، په ځانګړي ډول د سعودي عرب سره نږدې د عرعر له پولهييزې دروازې شاوخوا، بېسارې او پراخ امنیتي تدابير پيل کړي دي.
د دې سرچينې په وينا، د الحشد الشعبي ځواکونو د دې پولهييزې لاري په لور دښتهييزو سيمو کې يو امنیتي کمربند جوړ کړی دی، او د داعش ډلې د پاتې شونو د تعقيب عمليات یې څو چنده زيات کړي دي، څو د يادې ډلې د هر احتمالي تحرک مخه ونيول شي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دا ځواکونه هڅه کوي د داعش د عناصرو د پټنځایونو او هغوی د وسلو زېرمې ومومي او په نښه کړي. په دې موخه، په ټاکلو لارو کې د تلاشۍ پوستې زياتې شوې دي او د تګ راتګ دوامداره څار روانه ده.
همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د الحشد الشعبي ځواکونه د الانبار په دښتو کې د داعش د غړو تحرکات په پرلهپسې ډول تر څار لاندې لري او د دغو عملیاتو پر مهال د یادې ډلې څو تونلونه او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.




