هارون حکیمي وايي: د نجونو د زده کړو بندیز د افغانستان راتلونکې له لوی ګواښ سره مخ کوي

هارون حکیمي، چې د پخواني جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال و، ویلي دي چې د نجونو د زده کړو دوامدار بندیز او د ښځو پر حقونو محدودیتونه، د پاکستان له پوځي بریدونو هم جدي ګواښ ګڼل کېږي او د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخ کوي.
هغه ټينګار کړی چې هېڅ باوجدان انسان، «حتی یو باوجدانه پاکستاني»، د پاکستان پر افغانستان پوځي بریدونه نه شي توجیه کولی، او دغه کار یې یرغل بللی دی. خو د ده په باور، د نجونو او ښځو د تعلیم او بنسټیزو حقونو محرومول د هېواد پر وجود ژور او دوامدار زیان رسوي.
حکیمي زیاته کړې ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ بندول د هر بهرني ګواښ په پرتله د افغانستان د پرمختګ او ثبات بنسټونه کمزوري کوي؛ ځکه زده کړه د هرې ټولنې د ټولنیز او اقتصادي ودې بنسټ بلل کېږي.
هغه د طالبانو له ادارې غوښتي چې د نوي تعلیمي کال په پیل کې دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د ښځو بنسټیزو حقونو ته دې درناوی وکړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې یوازې څو ورځې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو پاتې دي.
په تېرو درې کلونو کې، د نجونو پر زده کړو محدودیتونه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي چې د نجونو د زده کړو بندیز پای ته ورسوي، خو دغه محدودیتونه لا هم پر خپل حال پاتې دي او د میلیونونو افغان نجونو راتلونکې یې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې ده.




