سياستمهم خبرونه

حقاني: پر زور ولاړ حکومت ښه حکومت نه‌دی

سراج‌الدين حقاني، چې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت سرپرست دی، د خوست ولايت په مرکزي جومات کې د جمعې د لمانځه مخکې يوې وينا کې وويل چې هر حکومت چې پر خلکو د زور له لارې واک ونیسي او له قهر او فشار څخه کار واخلي، ښه حکومت نه‌شي ګڼل کېدای.

حقاني ټينګار وکړ چې حکومتونه بايد د خلکو پر اعتماد او مينه باندې ولاړ وي، نه د وېرې او ګواښ پر بنسټ. د هغه په وينا، خلک بايد خپل حکومت خوښ کړي او حکومت هم بايد له خلکو سره په انصاف او مهربانۍ چلند وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان خلک په تېرو پنځو لسيزو کې د دوامدارو جګړو او شخړو له امله ډېرې ستونزې زغملې دي، او اصلي قربانيان همدا عادي خلک پاتې شوي دي. هغه وويل چې د دغو رنځونو اصلي لامل د خلکو له خوا د يرغل ضد مقاومت او د آزادۍ دفاع ده.

حقاني همداراز د ملي يووالي غوښتنه وکړه او له طالب چارواکو يې وغوښتل چې له خلکو سره د عدالت او شفقت پر بنسټ چلند وکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهيسې د سختو محدوديتونو او له خلکو، په ځانګړې توګه له ښځو او لږکيو سره د زورزياتي له امله له پراخو کورنيو او نړيوالو نيوکو سره مخ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button