مهم خبرونهنړیوال

د «حنظله» ډلې ادعا: د نتانیاهو د دفتر د رئیس تلیفون هک شوی

د «حنظله» په نوم یوې سایبري ډلې ادعا کړې چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دفتر د رئیس، «تزاحي براورمن»، تلیفون ته یې لاسرسی موندلی او له دې لارې یې پراخ محرم معلومات ترلاسه کړي دي. دغه ډله وايي که دا ادعا تایید شي، ښايي جدي امنیتي او سیاسي پایلې ولري.

د یادې ډلې د څرګندونو له مخې چې په ټولنیز شبکه ایکس خپاره شوي، د نتانیاهو د دفتر رئیس هدف ګرځېدلی او د هغه آیفون ۱۶ پرو مکس تلیفون هک شوی دی. «حنظله» ادعا کوي چې دا نفوذ یوازې د یوې لنډې مودې لپاره نه و، بلکې له کلونو راهیسې یې د هغه معلوماتو ته دوامداره لاسرسی درلود.

دغه سایبري ډله وايي چې دوی رمز شوي خبرې، پټې معاملې، او هغه څه چې یې د «قدرت ناوړه کارونې او اخلاقي او مالي سرغړونو» په نوم یاد کړي، تر لاسه کړي دي. دا معلومات دوی د «اسرارو خزانه» بللي چې اوس د دوی په واک کې ده.

حنظله په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی چې د نتانیاهو د دفتر د رئیس د «دوګونې ژوند» په اړه نور جزییات هم ښايي افشا کړي، او ویلي یې دي چې د «بي بي ګیټ» په نوم یوې نوې مرحلې پیل اعلانوي. دا اصطلاح د لومړي وزیر شاوخوا د احتمالي رسوایۍ ته اشاره کوي.

دغه ډله همداراز په ګواښونکي ډول ادعا کوي چې د اسرائیلي چارواکو اړیکې او خبرې، حتی د بهرنیو سفرونو او اوږدو الوتنو پر مهال، له دوی نه پټې نه دي، او هیڅ امنیتي تدبیر یا د ځای بدلون بشپړه مصونیت نه شي رامنځته کولای.

تر د دې راپور د خپرېدو پورې، د اسرائیل رسمي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه کومه علني غبرګون نه دی څرګند کړی او د معلوماتو کره والی یا ناسم والی تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button