حنفي: اوس د نظامي جګړې وخت ختم شوی، د حکومتدارۍ پړاو پیل شوی

مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د رئيسالوزرا اداري مرستيال، په کابل کې د یو شمېر اوسېدونکو سره د وزارت امر بالمعروف، نهي عن المنکر او اورېدو شکايتونو د يوې جوړې شوې غونډې پر مهال وینا کړې ده.
حنفي په دې غونډه کې ویلي، د اسلامي ارزښتونو پلي کول او له ناسم چلند څخه مخنیوی د اسلامي نظام له بنسټيزو اهدافو څخه دي او د طالبانو اداره بايد پر دې موضوعاتو جدي پام وکړي. هغه ټينګار کړی چې اوس د نظامي مبارزې وخت پای ته رسېدلی او وخت رارسېدلی چې د ده په وينا، اسلامي نظام «تحکیم او تقویت» شي.
هغه زیاته کړې چې دا مهال «د حکومتدارۍ پړاو» رسېدلی، او د طالبانو ادارې اړوند کارکوونکو ته يې سپارښتنه کړې چې د دیني احکامو پلي کېدو او د خلکو د حقونو د تامین په برخه کې خپل فعالیتونه لا ښه کړي. حنفي له چارواکو وغوښتل چې له ولس سره نرمه او له درناوي ډکه رويه ولري، او د امر بالمعروف وزارت مسؤولينو ته یې وویل چې ستر مسؤلیت پر غاړه لري.
په خپلو خبرو کې، حنفي د تېرو څو لسیزو جګړو تاوانونو ته هم اشاره کړې او ادعا یې کړې چې د طالبانو تر حاکميت لاندې، سرتاسري امنيت ټينګ شوی او فساد پای ته رسېدلی دی. نوموړي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د پراختيايي پروژو د پيل خبر هم ورکړی، سره له دې چې خپلواکو سرچينو دغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستلې دي.
حنفي د کډوالو موضوع ته هم اشاره کړې او ادعا يې کړې چې افغانان د خپل دين او عزت د ساتلو لپاره ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شوي، خو اوس د قانوني اسنادو موجوديت سره سره، په زوره له دغو هېوادونو ايستل کېږي.
هغه ويلي، طالبانو د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره يو کمېسيون جوړ کړی چې د هغه په وینا، د دوی د بېرته راستنېدو بهیر به په «عزتمن» ډول مدیریت کړي. خو د راستنېدونکو مهاجرينو د ستونزو په تړاو ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي چې د داسې کمیسيونونو د ناکامۍ ښکارندويي کوي.




