اتمر: له ترهګرو شبکو سره د اړیکو پرېکول د استانبول د خبرو کلیدي شرط دی

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر، د طالبانو د ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ د نوي ناستې د پیل په درشل کې چې ټاکل شوې ده سبا د قطر په شریکه کوربهتوب په ترکیه کې پیل شي، د دوامداره سولې لپاره پر مهمو لازمي شرطونو ټینګار کړی دی.
اتمر ویلي، چې د نه ختمېدونکي جګړې څخه د وتو لار د خبرو اترو د پلاویو مستقیم مسؤلیت دی، او باید لومړی ګام د هر اړخیز اوربند اعلان وي چې پکې د ځمکنیو او هوایي حملو درول او د جګړهوځي ژبې پای هم شامل وي.
نوموړي د خبرو اترو دوهم مهم اړخ دا بللی چې له ټولو ترهګرو شبکو لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان، د ترکستان ختیځ اسلامي حزب، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، لشکر طیبه، جیش محمد، داعش او نورو سره باید هر ډول اړیکې بشپړ پرې شي. اتمر وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې یو میکانیزم جوړ شي څو د ترهګرو لپاره د پناهځایونو، روزنیزو مرکزونو او حمایوي بنسټونو جوړېدو مخه ونیول شي.
اتمر د خلکو د حقونو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مشران باید د خپلو خلکو د بنسټیزو حقوقو او ازادیو په پوره درناوي ژمن پاتې شي او خلکو ته د خپل برخلیک په ټاکنه کې اصلي ونډه ورکړي.
په خپلو وروستیو خبرو کې، اتمر هیله څرګنده کړې چې ترکیه، قطر او د دوحې بهیر نور غړي څار د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې، له طالبانو د ادارې او د افغانستان له سیاسي اپوزیسیون سره د بینالافغاني خبرو زمینه برابره کړي څو یوه ټولګډونه او سیاسي هوکړه رامنځته شي. نوموړي ټینګار کړی چې سیمهییز ثبات، سولې او هوساینې ته هغه وخت دوام ورکولای شي چې مسؤل حکومتولي او د خلکو ګډون مراعت شي.




