سياستمهم خبرونه

اتمر د پاکستان وروستي بریدونه پر افغانستان سخت وغندل

محمد حنیف اتمر، د پخواني جمهوریت نظام د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان د اردو وروستي بریدونه پر ځینو افغان سیمو په کلکه غندلي او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. ده له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هغه څه د مخنیوي لپاره چې ده یې “تیری” بللی، سمدستي اقدام ترسره کړي.

د اتمر په وینا، د دغو بریدونو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او د ځایي اوسېدونکو کورونه هم وران شوي دي. هغه ټینګار کړی چې د ملکي کسانو په نښه کول هېڅ قانوني او اخلاقي توجیه نه لري.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له لوري د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د یوه ملکي اوسېدونکي کور په نښه شو چې په پایله کې ۱۸ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، وژل شوي دي. دا پېښه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اتمر همدارنګه له د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې روښانه او عملي دریځ ونیسي. ده زیاته کړې چې پاکستان باید د هغو نیابتي او ترهګرو ډلو په اړه ځواب‌ور وي چې ده په وینا، له کلونو راهیسې یې ملاتړ کړی دی.

د پخواني بهرنیو چارو وزیر له طالبانو هم غوښتنه کړې چې د هېواد د بقا او ملي یووالي د ساتلو لپاره ژر تر ژره د بین‌الافغاني خبرو زمینه برابره کړي، څو یو ملي توافق رامنځته شي. په داسې حال کې چې بریدونه پر پولو زیات شوي، منتقدان وايي د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې په اغېزمن ډول د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې سراسري امنیت ټینګ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button