حنفي: له پاکستان سره بايد خبرې پر منطقي بنسټونو ولاړې وي

عبدالسلام حنفي، چې د طالبانو ادارې د رئيس الوزرا اداري مرستیال دی، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه ویلي چې نظامي تقابل د هېڅ لوري په ګټه نه دی او باید د اختلافونو حل د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د خبرو له لارې وشي.
حنفي دا څرګندونې د «اسلامي امارت په پانګهوالو کې د ونډې اخیستو علمي-تحقیقي سيمينار» په نوم ناسته کې وکړې. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو د ادارې سیاست له نړۍ سره د ښې اړیکو پر جوړولو ولاړ دی. حنفي وویل: “موږ له هېڅ هېواد سره د جګړې پېل نه دی کړی؛ خو پر هېواد برید د اسلامي، ملي او نړیوالو اصولو له مخې د دفاع مشروع حق ګڼو.”
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، له امریکايي ډيپلومات ناتالي بیکر سره په لیدنه کې، له طالبانو سره د خبرو اترو په اوسنی حالت کې رد کړي او ویلي یې دي چې تر هغو وختو پورې د خبرو ادامه ممکنه نه ده چې د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه لا هم شته وي.
نقوي د پاکستان وروستیو بریدونو پړه پر «افغان ملکي وګړو او له کرښې اوښتو پناهاخیستونکو» اچولې او ټینګار یې کړی چې ترهګر ګواښونه تر له منځه وړلو پرته خبرې پرمختګ نه کوي. دوه اونۍ وړاندې هڅې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول په ښار کې د خبرو لپاره وشوې، بې نتيجې پای ته ورسېدې. د طالبانو اداره حاضر نه شوه چې دا لیکلی تضمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر یاغي ډلو له خوا نه کارېږي. طالبانو د پاکستان له لوري د TTP د بشپړ مهار غوښتنه غیرواقعي بللې.
د اتو ورځو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو په پوله د نښتو له کبله د دواړو لوریو ترمنځ تجارتي لارې وتړل شوې. دا بندیز نه یوازې د سوداګرۍ بهیر فلج کړی، بلکې د افغان او پاکستاني سوداګرو له پاره اقتصادي بحران لا پسې سخت کړی دی.
په همدې ناسته کې حنفي له پانګهوالو وغوښتل چې د ژمي د موسم له پیل وړاندې دې راستنېدونکو کډوالو او د طبیعي پېښو قربانیانو ته مرسته ورکړي. حنفي وویل چې له طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته شاوخوا ۴.۵ میلیونه کډوال افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. راپورونه ښیي چې د ډېرو دغو کسانو راستنول له ایران او پاکستانه په جبري ډول ترسره شوي.
همدا راز د طالبانو د اقتصاد وزیر دینمحمد حنیف په دې ناسته کې وویل چې د سوداګرۍ د وضعیت اصلاح، د صادراتو زیاتوالی، د ډیجیټلي سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادي بنسټونو جوړول د دوی له لومړیتوبونو څخه دي. سره له دې چې نوموړي د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقتصاد خرابېدل یاد کړل، خو د طالبانو د تېرې دوې لسیزې کړکېچونو کې خپل رول له پامه واچاوه.




