سياستمهم خبرونه

حامد کرزی د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د شخړو پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان د نوو هوايي بریدونو له امله چې د کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا پر ځینو سیمو ترسره شوي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلام‌اباده وغوښتل چې د دښمنۍ سیاست پای ته ورسوي او د ګاونډیتوب اصولو ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي کرزي د جمعې په ورځ، د کب په ۲۲مه، په خپل ایکس پاڼه کې دغه بریدونه وغندل او دا یې د ګاونډیتوب د اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله. هغه ټینګار کړی چې د دا ډول کړنو دوام کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې لا نوری هم ترینګلې کړي.

د طالبانو اداره د جمعې سهار اعلان وکړ چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. د دې ادارې په وینا، د کابل په برید کې څلور تنه، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، د پاکستان الوتکو په کندهار ولایت کې د «کام ائیر» خصوصي شرکت د سونګ موادو زیرمه هم په نښه کړې ده. تر اوسه د پاکستان چارواکو په رسمي توګه د دغو پېښو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د پولو ترمنځ د بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د سرحدي سیمو اوسېدونکي تل له ناامنۍ او د شخړو د مخنیوي لپاره د واضح میکانیزم له نشتوالي شکایت لري. دا موضوع د دواړو لوریو له لوري د مسؤلانه مدیریت او روښانه ځواب غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button