حمدالله محب د فضا له لارې د معلوماتو پر خپلواکې څارنې ټینګار وکړ

حمدالله محب، د پخواني جمهوري نظام د ملي امنيت شورا پخوانی سلاکار او د «مارلان سپېس» او «اوربټورکس» شرکتونو اجرائي رئيس، د پروژو پر خپلواکه او شفافه څارنه کې د سپوږمکيو د معلوماتو پر ارزښت ټینګار کړی دی.
محب په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي چې د سپوږمکيو معلوماتو ادارو ته دا توان ورکوي چې د خپلو کارونو پرمختګ د وخت په تېرېدو سره، پرته له دې چې پر میداني راپورونو یا سیاسي ملاحظاتو تکیه وکړي، په خپلواکه توګه وڅاري. د هغه په وینا، دغه ډول څارنه د جغرافیې، سیاست یا د خبرونو د سرلیکونو له اغېزو خوندي پاتې کېږي او دایمي شفافیت رامنځته کوي.
نوموړی چې اوس په متحده عربي اماراتو کې د فضا ټکنالوژۍ او د ځمکې د څارنې په برخه کې د یوې فعاله کمپنۍ مشري کوي، زیاته کړې چې دا نوې ټکنالوژي هغو ادارو ته ځانګړی ارزښت لري چې غواړي د خپلو پروژو په اړه دقیق، بېطرفه او د باور وړ معلومات ترلاسه کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې حمدالله محب پرون د نړيوال حکومتونو په غونډه کې له د ابوظبۍ له انکشافي صندوق سره د ستراتيژيکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، هغه پروژې چې د ابوظبۍ د انکشافي صندوق له خوا تمویل کېږي، د سپوږمکيو له معلوماتو او انځورونو څخه په استفاده به په بېلابېلو هېوادونو کې په ژوندۍ بڼه وڅارل شي.




