اسراییلي رسنۍ: د حماس تونلونه نږدې ۵۰۰ کیلومتر اوږد دي

د اسراییل شبکې ۱۴ ټلوېزیون ویلي چې د حماس د غورځنګ تر ځمکې لاندې تونلونه په غزه کې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره اوږد دي، چې دا شمېر د دې ډلې د تونلونو د پراخې شبکې څرګندونه کوي.
د دغه راپور له مخې، دغه واټن له لبنان څخه د اسراییل تر جنوبي ښار ایلات پورې فاصله ته ورته دی. دا پرتله کول د تونلونو د جغرافیایي پراخوالي د ښودلو لپاره یاد شوي دي.
د غزې سیمه چې له ډېرو کلونو راهیسې د اسراییل او حماس ترمنځ د پرلهپسې جګړو ډګر دی، یوه پېچلې تر ځمکې لاندې شبکه لري چې له هغې څخه د پوځي موخو او د افرادو د تګ راتګ لپاره کار اخیستل کېږي.
په همدې حال کې، اسراییل له دوو کلونو زیات د جګړو او پراخو پوځي عملیاتو سره سره، سره له دې چې په دغه سیمه کې پراخ ویجاړتیا رامنځته شوې، تراوسه نهدی توانېدلی چې د حماس ټول تونلونه ومومي او له منځه یې یوسي. دا موضوع لا هم د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي ننګونو له جدي مواردو څخه ګڼل کېږي.




