حماس د غزې په ښوونځي د برید غندنه وکړه، دا یې د اوربند ښکاره نقض وباله

اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وايي د اسراییلي پوځ له لوري په غزه ښار کې د التفاح په سیمه کې د کډوالو پر یوه ښوونځي برید د اوربند څرګنده سرغړونه ده او دا برید کولای شي چې ملکیان په مستقیمه توګه په نښه کړي.
په یوې اعلامیه کې، حماس ویلي چې د اسراییلي کابینې له خوا د اوربند له اعلان وروسته د غزې په سیمه کې د ملکیانو پر خلاف بریدونه دوام لري او له تېرو دوو میاشتو راهیسې له امله یې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي. حماس زیاتوي، دا وضعیت د نړیوالې ټولنې د چوپتیا او ناتوانۍ په فضا کې دوام لري.
دغه غورځنګ دا هم ویلي چې د اسراییلي ځواکونو له خوا د امبولانسونو او طبي کارکوونکو د رسیدو مخنیوی شوی، د مرستې او ژغورنې عملیاتو ته خنډونه جوړ شوي او له دې سره یې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی. حماس وایي دا کار د نړیوال بشردوستانه حقوقو ښکاره نقض ده.
حماس له منځګړو هېوادونو او د امریکا له حکومت غوښتنه کړې چې خپلې مسئولیتونه باید په جدي ډول ادا کړي او د بنیامین نتانیاهو د کابینې له خوا د اوربند له موافقې سره مخالف شرایطو پر تحمیلولو باندې د مهار اقدام وکړي.
د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې د اسراییلي بریدونو له امله د قربانیانو شمېر ۷۰ زره ۶۶۹ تنو ته رسېدلی، او ۱۷۱ زره ۱۶۵ تنه ټپیان شوي دي.
همداراز، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې چې اوربند اعلان شوی، تر اوسه ۴۰۰ تنه وژل شوي او ۱۰۸۸ تنه نور ټپیان شوي دي. سربېره پر دې، تر اوسه د ۶۳۴ نورو کسانو جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي دي.




