په حلب کې نښتې؛ لږ تر لږه پنځه ملکیان وژل شوي

د سوریې د حلب ښار روغتیایي سرچینو ویلي، د وروستیو نښتو په پایله کې لږ تر لږه پنځه ملکیان وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي. دغه پېښې د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له راپورونو سره هممهاله شوي دي.
د حلب د «الرازي» روغتون مشر ویلي، ټپیان وروسته له هغه دې روغتون ته لېږدول شوي چې استوګنیزې سیمې په نښه شوې. د هغه په وینا، ډېری ټپیان له سپکو تر منځنیو ټپونو لري، خو یو شمېر یې جراحي مداخلې ته اړتیا لري.
په همدې مهال، د جولاني رژیم تابع د حلب سیمهیزه اداره ویلي چې د دولتي ادارو ترمنځ د هماهنګۍ هڅې روانې دي څو د شیخ مقصود او اشرفیه سیمو اوسېدونکي تخلیه کړي. د دې ولایت د پېښو د عاجل غبرګون مرکزي کمېټې هم ویلي، که نښتې پراخې شي، د بېړنیو اقداماتو لپاره چمتووالی لري.
د الاخباریه د خبريال په وینا، سره له دې چې د یادو محلو او شاوخوا سیمو اوسېدونکي لا هم بېځایه کېږي، د حلب ښار فضا د یوې شکنندې چوپتیا لاندې ده. د سوریې د ملکي دفاع سازمان ویلي، له درې زرو زیات ملکیان، چې ډېری یې د شیخ مقصود او اشرفیه له سیمو دي، خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
بل لور ته، د سوریې دموکراتیکو ځواکونو ادعاوې رد کړې چې ګنې حلب ته بشپړه ارامي راستنېدلې ده. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي چې انټونیو ګوترېش د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په راپورونو ژوره اندېښنه ښودلې او له ټولو خواوو یې غوښتنه کړې چې د توند حالت د کمولو او د ملکیانو د ساتنې هڅې ترسره کړي.




