په حلب کې ګرځبندیز او تازه نښتې؛ د جولاني اړوند ځواکونه د قسد پوستې ته برید کړی

ځواکونه چې د ابو محمد جولاني پلوي دي، ویلي چې د حلب په یو شمېر شمالي سیمو کې یې د ګرځبندیز پلي کېدل پیل کړي دي او اعلان یې کړی چې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو (قسد) یو امنیتي پوسته د اشرفیې په سیمه کې تر برید لاندې راغلې ده. د دغو ځواکونو په وینا، دا اقدام د میداني نښتو وروسته شوی او عامو خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د قسد پوسته د اشرفیې اوسېدونکي تمولېدل او د ویرې فضا یې رامنځته کړې وه چې د خلکو تګ راتګ یې محدود کړی و. په همدې حال کې، د سانا خبري آژانس راپور ورکړی چې د جولاني اړوند یو غړی د حلب په السریان سیمه کې د قسد د توپچي برید له امله ټپي شوی دی.
د حلب ټولنیزو چارو اداره ویلي چې د جګړو له زیاتېدو وروسته، د اشرفیې او شیخ مقصود له سیمو شاوخوا ۱۴۰ زره تنه بېځایه شوي دي، چې دا موضوع د دې سیمو د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
په عین وخت کې، د الجزیرې خبریال خبر ورکړی چې د اشرفیې شاوخوا کې سختې نښتې او گلولهباران روان دی او زیاته کړې یې ده چې د جولاني اړوند ځواکونه د اشرفیې او شیخ مقصود سیمو څنډو ته د پرمختګ هڅه کوي. د حلب د روغتیا اداره هم ویلي چې د قسد د گلولهباران له امله لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۳۳ تنه نور ټپیان دي.
د پخواني اعلان له مخې، د ګرځبندیز پرېکړه د ماسپښین له ۱:۳۰ بجو څخه په سیمهییز وخت پیل شوې او تر بلې خبرتیا پورې به د شیخ مقصود، اشرفیې او بني زید په سیمو کې دوام ولري. په اعلامیه کې له ملکي خلکو غوښتنه شوې چې د قسد له پوستو لرې پاتې شي، او د جولاني اړوند ځواکونه وایي چې هغو خلکو ته امنیتي اسانتیاوې برابروي چې غواړي له دغو سیمو ووځي.




