امنیت او پېښېمهم خبرونه
په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کې د واورې او ژرندې باران

د کندهار ولايت اوسېدونکي وايي، تېره شپه د دې ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو په بېلابېلو برخو کې د واورې او ژرندې باران شوی دی.
د سيمې د خلکو په وينا، دا طبيعي پېښه د شپې له خوا رامنځته شوې او د کروندګرو اندېښنې يې پارولې دي، خو تر اوسه د کرنيزو ځمکو او حاصلاتو د احتمالي زیانونو په اړه کره او تایید شوې معلومات نه دي ترلاسه شوي.
کندهار د افغانستان د سوېل له مهمو کرنيزو ولايتونو څخه دی او زياتره اوسېدونکي يې پر کرنه متکي دي. هر ډول سخت هوايي بدلون، په ځانګړي ډول د واورې او ژرندې باران، کولای شي د کروندګرو پر ژوند او عايد اغېز وکړي.
تر د دې خبر د خپرېدو د مهاله پورې، د طالبانو اړونده ادارو په کندهار کې د دې باران د زيانونو يا پايلو د ارزونې په اړه رسمي جزئيات نه دي ورکړي.




