د ټرمپ شاتګ: واشنګټن او دوحه د ايران د ګازو پر تاسيساتو له بريد خبر نهوو

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې امريکا د اسرائيلو له هغه بريد څخه خبر نه وه چې د ايران د جنوبي پارس د ګازو پر تاسيساتو ترسره شوی او دغه بريد کې هېڅ ګډون نهوو کړی. ټرمپ زياته کړه چې قطر هم په دې بريد کې هېڅ رول نهلاره او له موضوع بېخبره وه.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ويلي چې اسرائيل د منځني ختيځ د بدلونونو په غبرګون کې، د ايران د ګاز يوه برخه چې «د ايران ګاز ميدان» بلل کېږي، په نښه کړې ده. د هغه په وينا، يوازې يوه کوچنۍ برخه د دغو تاسيساتو زيانمنه شوې ده.
ولسمشر ټرمپ دا هم ادعا وکړه چې ايران د دې پېښې په غبرګون کې د قطر د طبيعي مايع ګاز د تاسيساتو يوه برخه په نښه کړې ده. ده دغه اقدام «ناانصافه» بللی او خبرداری يې ورکړی چې که قطر د بريد هدف وګرځي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
ټرمپ په عين حال کې څرګنده کړه چې اسرائيل به د دغه ګازي ميدان پر وړاندې بل بريد نهکوي؛ هغه دريځ چې ځينو څارونکو د ده د وروستيو ورځو د نرمې لهجې نښه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د «اسرائيل هيوم» ورځپاڼې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د اسرائيل لومړي وزير ټرمپ د جنوبي پارس پر بريد خبر کړی و او هغه د دې اقدام هرکلی کړی و. اوس، د ټرمپ له لوري د نهخبرۍ دعوه د واشنګټن او تلابيب ترمنځ د همغږۍ د کچې په اړه نوي ابهامونه راپورته کړي دي.




