په حضرموت کې د امارات او سعودي عربستان ملاتړو ځواکونو ترمنځ سختې نښتې

محلي سرچينو په يمن کې راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ختيځ ولايت حضرموت کې د امارات متحدو عربي اماراتو د ملاتړ لرونکي د جنوبي انتقالي شورا ځواکونو او د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، او په همدې وخت کې د سعودي الوتکو د دغې شورا پر پوستو بمباري کړې ده.
د راپورونو له مخې، د جنوبي انتقالي شورا ځواکونه، چې تازه يې د حضرموت يو شمېر برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستي، د «سپر ميهن» په نوم له ځواکونو سره، چې د سعودي د ملاتړ لرونکې حکومت پورې اړه لري، جګړې پيل کړې دي. دا نښتې په ځانګړي ډول د حضرموت په بېلابېلو سيمو کې، په ځانګړې توګه د وادي حضرموت د «الحشه» په سيمه کې سختې شوې دي.
هغه يمنی حکومت، چې د سعودي ملاتړ ورسره دی، له دې وړاندې اعلان کړی و چې په حضرموت کې يې د «نظامي قرارګاو د سپارلو» په هدف عمليات پيل کړي دي؛ هغه ولايت چې په وروستیو اوونيو کې د جنوبي انتقالي شورا د نفوذ د پراختيا شاهد و. دغه شورا د دسمبر په درېمه نېټه د پوځي عملياتو له لارې د حضرموت او المهرة ولايتونو کنټرول، چې له سعودي عربستان او عمان سره ګډه پوله لري، تر لاسه کړ.
د تنشونو له ډېرېدو سره، د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف اعلان وکړ چې د دسمبر په ۳۰مه يې د جنوبي انتقالي شورا اړوند يو شمېر وسلې او پوځي وسايل په مکلا بندر کې په نښه کړي دي. د ائتلاف په وينا، دوه بېړۍ چې د جګړې تجهيزات يې لېږدول، له اماراتو د فجيره بندر څخه د مخکې له همغږۍ پرته مکلا ته رسېدلې وې.
په ورته وخت کې، د يمن حکومت د امارات متحده عربي اماراتو سره د ګډې دفاعي موافقې د لغوه کولو اعلان وکړ او د سعودي د بهرنيو چارو وزارت د دې حکومت په غوښتنه له ابوظبي وغوښتل چې خپل ځواکونه له يمنه وباسي او له هر ډول پوځي يا مالي ملاتړ څخه د جګړې د اړخونو لپاره ډډه وکړي. رياض د امارات لهخوا د جنوبي انتقالي شورا ځواکونو د سعودي جنوبي پولو ته د لېږلو اقدام د خپلې ملي امنيت لپاره ګواښ بللی.
په دغو تحولاتو غبرګون کې، امارات اعلان کړی چې په يمن کې يې د «د ترهګرۍ پر ضد مبارزې» ډلې په داوطلبانه ډول منحل کړې دي؛ دا اقدام د يمن په جګړه کې د پخوانيو دوو متحدانو ترمنځ د اختلافونو د زياتېدو په لړ کې ترسره شوی دی.




