ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ګوټریش: د ښځو حقونه د بشر حقونه دي

انتونیو ګوټریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د مارچ د اتمې نېټې د نړيوالې ښځې د ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې د ښځو حقونه په اصل کې د بشر حقونه دي او پر ښځو پانګونه د يو ښه نړۍ د جوړېدو تر ټولو غوره لار ده. هغه ټینګار وکړ چې د جنډري برابرۍ پلي کول نور نه شي ځنډېدلی او نړۍ بايد په دې برخه کې عملي او بېړني ګامونه واخلي.

ګوټریش د نړۍ د اوسني حالت په اړه وويل چې په دې برخه کې پرمختګونه ډېر ورو او نابرابر دي. د هغه په وينا، سره له نړيوالو ژمنو، په ډېرو هېوادونو کې ښځې لاهم له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې دي او دا بهير د نړيوالو تګلارو او ژمنو جدي بياکتنې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پيغام کې د ښځو او نجونو رول د ټولنو د بدلون او پرمختګ لپاره مهم وباله او زياته يې کړه: «راځئ نړۍ د ښځو او نجونو لپاره بدله کړو.» هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو د توانمندۍ پروګرامونو مالي او سياسي ملاتړ زيات کړي، ځکه د هغه په باور، د ښځو محروميت د نړۍ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ځينو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې، ښځې له پراخو محدوديتونو سره مخ دي. د طالبانو ادارې له واک ته رسېدو وروسته د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او د ښځو کار په ډېرو ادارو کې منع کړي دي؛ دا اقدام له پراخو نړيوالو غبرګونونو سره مخ شوی او لاهم د نړيوالو بنسټونو له سختو نيوکو سره مخ دی.

په نړيواله کچه هم، سره له دې چې د بشر د حقونو مهمې سندې شاوخوا څو لسيزې مخکې تصويب شوې، ميليونه ښځې لاهم د زده‌کړې، کار، روغتيايي خدمتونو او سياسي ګډون له برابرې لاسرسي بې برخې دي؛ هغه موضوع چې د ګوټریش په وينا، د هېوادونو عملي ژمنتيا او همغږې کوښښ ته اړتيا لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button