ګوټریش: رمضان د سولې او یووالي پیغام د نړۍ لپاره دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټریش، د رمضان مبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې دا میاشت د نړۍ د مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا، هیله او د سولې د بیا ژمنې وخت دی. نوموړي رمضان د همدردۍ، شفقت او د لوړو انساني ارزښتونو نښه وبلله.
ګوټریش په عین حال کې یادونه وکړه چې د نړۍ میلیونونه انسانان لا هم د دغو ارزښتونو له پلي کېدو بې برخې دي. هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان د اوسېدونکو وضعیت ته اشاره وکړه چې له جګړې، لوږې، بېځایهتوب او توپیر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې دې د رمضان اصلي پیغام ته جدي پاملرنه وکړي؛ هغه پیغام چې د زړونو د نږدېوالي، د اړمنو د مرستې او د بشري حقونو او انساني کرامت د ساتنې ټینګار کوي. د نوموړي د افغانستان یادونه په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې هېواد د اقتصادي بحران، پراخو ټولنیزو محدودیتونو او جدي بشري اندېښنو سره لاس او ګرېوان دی.
ګوټریش زیاته کړه چې هغه هر کال له مسلمانې ټولنې سره ګوري، د هغوی ترڅنګ روژه نیسي او د رمضان له روحيې، چې د سولې او مهربانۍ الهام بښونکې ده، الهام اخلي. نوموړي هیله وښوده چې دا میاشت د ګډو هڅو الهام بښونکې شي، څو د ټولو انسانانو لپاره یو سولهییز، سخي او عادلانه نړۍ جوړه شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي خپل پیغام د «رمضان کریم» په هیله پای ته ورساوه.




