مهم خبرونهنړیوال

ګوتهریش: د استارټ نو تړون پای د نړېوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتهریش د «استارټ نو» تړون پای ته رسېدل د نړېوال سولې او امنیت لپاره خطرناکه شېبه وبلله او د دې پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ. ګوتهریش د دې تړون پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د استارټ نو د اعتبار ختمېدل د نړۍ د ستراتېژیک ثبات لپاره یو جدي ګواښ دی. هغه له امریکا او روسیې وغوښتل چې ژر تر ژره د خبرو مېز ته راستانه شي او د یو بدیل او د باور وړ چوکاټ په اړه موافقې ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د باوري تړون نشتوالی د اټومي وسلو د کنټرول په برخه کې کولی شي د وسلو د سیالۍ خطر ډېر کړي او د سترو قدرتونو تر منځ د بې‌باورۍ فضا نوره هم زیاته کړي. د استارټ نو تړون په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا او روسیې ترمنځ لاسلیک شو، چې هدف یې د دواړو هېوادونو د اټومي وسلو کنټرول او کمول وو. د دې تړون له مخې، دواړه لوري ژمن وو چې خپل اټومي زیرمې تر اعظمي ۱۵۵۰ سرګلولې پورې محدودې وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button