ګوټریش د منځني ختيځ جګړې د فوري پای غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوټریش اعلان کړی چې په منځني ختيځ کې جګړه له درېيو اوونيو څخه زيات وخت وروسته له کنټرول ووتې ده او له متحده ايالاتونو او اسراييلو يې وغوښتل چې جګړې ته بېدرنګه پای ورکړي. هغه ټينګار وکړ چې د جګړې دوام د بشري رنځونو د زياتېدو، د ملکي تلفاتو د لوړېدو او د نړيوالو اقتصادي تباهکوونکو پايلو د پراخېدو سبب شوی دی.
ګوټریش خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګې تړل کېدل د تېلو، ګازو او کيمياوي سرو د جريان ګډوډېدو لامل کېدای شي، يو حالت چې د نړۍ د انرژۍ او خوړو امنيت ګواښي. د هغه په وينا، د کر کښت موسم ته د ډېرو هېوادونو د نېږدې کېدو له امله، د سرو نشتوالی ښايي د ځينو سيمو لپاره د خوړو د بحران او حتی د لوږې سبب شي، ځکه چې د خليج هېوادونه د نايټروژني سرو د اصلي موادو مهم عرضهکوونکي ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي يادونه وکړه چې هغه يوازې څو ساعته وروسته له جګړې د پيل څخه د هغې د نه کنټرولېدونکي پراختيا په اړه خبرداری ورکړی و. هغه اوس وايي، دا جګړه له هغو پولې او چوکاټونو اوښتې چې حتی مشران يې تصور نه کاوه او نړۍ د يوې پراخې جګړې او ژور اقتصادي ټکان پر درشل ولاړه ده.
ګوټریش د سيمې او نړۍ له بېلابېلو چارواکو او څېرو سره د خپلو تماسونو يادونه وکړه او ويې ويل چې څو نوښتونه د خبرو او سولې لپاره روان دي چې بايد پايله ورکړي. هغه ژان آرنو د خپل شخصي استازي په توګه وټاکه څو د دې بحران او د هغې د پايلو په اړه د ملګرو ملتونو هڅو مشري وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له خپلې وروستۍ لبنان سفر وروسته، په هغه هېواد کې هم د جګړې د درولو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د حزبالله بريدونه پر اسراييل او د اسراييلو پوځي عمليات په لبنان کې بايد ودرول شي. هغه خبرداری ورکړ چې د «غزې بڼه» بايد په لبنان کې تکرار نه شي، ځکه تر ټولو زيات زيان ملکي وګړو ته رسېږي.
د ګوټریش په وينا، نړيوال بازارونه ګډوډ شوي او بشردوستانه عمليات له بندښت سره مخ دي. هغه ټينګار وکړ چې د دې بحران ډېرې اغېزې پر هغو بېوزلو او زيات زيان منونکو خلکو لګي چې په جګړه کې يې هېڅ رول نهلري.
ګوټریش حل څرګند وباله: «د جګړې فوري پای». هغه وويل، جګړه حل نه ده، او يوازې د ډيپلوماسۍ، سولې او د نړيوال قانون د بشپړې مراعات له لارې کولای شو له دې وضعيت څخه ووځو.




