د ګوستاوو پترو غبرګون د ټرمپ ګواښونو ته: اوس هم چمتو يم وسله واخلم

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پترو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښونو په غبرګون کې څرګنده کړې چې هېواد به يې د هر ډول بهرنۍ فشار پر وړاندې خپل دفاع وکړي او که اړتيا وي، دی پخپله هم چمتو دی وسله واخلي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پترو ويلي چې د کولمبیا د کورنيو جګړو له پای ته رسېدو وروسته يې لوړه کړې وه چې نور به وسله نه اخلي، خو اوس د خپلې شخصي خوښې خلاف، د وطن دفاع يوه نهشونې دنده ګڼي. هغه خبرداری ورکړی: “يو جنګيالي ته د جګړې په ګواښ مه وېرول.”
د کولمبیا ولسمشر په خپلو خبرو کې د دغه هېواد پوځي ځواکونو ته وويل، هر سرتېری چې د کولمبیا له بيرغ نه د امريکا بيرغ ته ترجيح ورکوي، په پوځ کې ځای نه لري او بايد له دې نهاد څخه ووځي. د ده دا څرګندونې په کولمبیا کې د سياسي او نظامي کړيو ترمنځ پراخه غبرګونونه پارولي دي.
په همدې حال کې د کولمبیا د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د ولسمشر ګواښونه د دې هېواد په کورنيو چارو کې ناقابل قبول لاسوهنه بللې او د متقابل درناوي د رعايت غوښتنه يې کړې ده.
سره له دې چې کولمبیا او متحده ايالات نږدې پوځي او اقتصادي همکاري لري، دواړه هېوادونه په وروستيو مياشتو کې له ځينو تاوتريخوالو سره مخامخ شوي دي. دغه تاوتريخوالی په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ د دويمې دورې د پيل او د ګمرکي تعرفو او مهاجرتي تګلارو د اختلاف له امله زيات شوی دی.
ډونالډ ټرمپ پرون د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا امريکا به په کولمبیا کې د ونزوېلا په څېر پوځي مداخله وکړي، ويلي وو دا د ده له نظره “ښه مفکوره” ده. د ده دا څرګندونې د بوګوټا چارواکو سخت غبرګون راوپاروه.




