امنیت او پېښېمهم خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د ګمرک پر دفتر وسله‌وال برید؛ دوه تنه وژل شوي

په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان په ښار کې د وسله‌والو له‌خوا د ګمرک پر دفتر د ډله‌ییز برید په پایله کې یو د ګمرک کارکوونکی او یو پولیس وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو ویاند ویلي، دا پېښه د «یارک انټرچېنج» په سیمه کې رامنځته شوې ده او بریدګرو د ګمرک دفتر په نښه کړی دی. د ده په وینا، په دغه برید کې د ګمرک کارکوونکی اسرار خان او پولیس محمد بلال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همدارنګه، دوه نور کسان هم ټپیان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغوی روغتیایي حالت تر اوسه په رسمي ډول نه دی څرګند شوی.

پولیس زیاتوي چې د برید له پیل وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ ډزې شوې، خو وسله‌وال وتوانېدل چې له سیمې وتښتي.

په وروستیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې پر دولتي تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي. د ډېره اسماعیل خان ښار د خپل جغرافیايي موقعيت له امله، چې له ناامنه سیمو سره نږدې دی، تل له امنیتي ګواښونو سره مخ وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button