ګارډین د ټرمپ د نږدې کسانو د یوې پټې ټېلفوني خبرې افشا کړې

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره (سیا) تېر کال د پسرلي په موسم کې یوه غیرعادي ټېلفوني مکالمه ثبت کړې وه. دا مکالمه د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نږدې ملګري او هغه کس تر منځ وه چې له یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې سره یې اړیکې لرلې.
د راپور له مخې، د دې ټېلفوني تماس محتوا د امریکا د ملي استخباراتو رئیسه تولسي ګابارډ ته وړاندې شوې ده. د باخبرو سرچینو په وینا، ګابارډ د معمول خلاف، دا ډېر محرم معلومات د استخباراتي ادارو په دننه کې نه دي خپاره کړي.
راپور زیاتوي چې د ملي استخباراتو رئیسه د دې مکالمې یوه نسخه په مستقیم ډول د سپینې ماڼۍ د دفتر مشرې سوزي وایلز ته سپارلې ده او له هغې سره تر لیدنې وروسته یې امر کړی چې د دې تماس اړوند استخباراتي راپور خپور نه شي.
په ورته وخت کې، د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي چې په دې قضیه کې هر ډول رسمي قضایي تعقیب کولای شي د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي پایلې ولري؛ هغه موضوع چې د دې ټېلفوني خبرو حساسیت او د چلند طرز لا زیات کړی دی.




