اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

په درې ولایتونو کې د ګډو شنوخونو د جوړولو بهیر د اروپايي ټولنې په ملاتړ پیل شو

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د اروپايي ټولنې په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پراختیا له پروګرام سره په همکارۍ، په هلمند، کندهار او بادغیس ولایتونو کې د ګډو شنوخونو د جوړولو بهیر پيل کړی دی. د دې پروګرام له مخې، هر شنوخ به د پنځو کورنیو له خوا په ګډه په یوه ساحه کې وکارول شي.

د دې اقدام موخه د ټولو فصلونو لپاره د مغذي سبزیجاتو د کر لپاره زمینه برابرول او د کورنیو عایداتي سرچینې پیاوړې کول بلل شوي دي. د دې پروژې مسؤلین وايي، هغه کورنۍ چې په پروګرام کې شاملې دي، د اصلاح شوو تخمونو د ټاکلو، د معیاري اوبو لګولو د طریقو او د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په برخه کې عملي روزنې ترلاسه کوي.

د تنظیموونکو په وینا، دغه روزنې به په مستقیم ډول په عملي سیمو کې پلي شي، څو ګډونوال وکولای شي اړینې مهارتونه په حقیقي چاپېریال کې زده کړي. د یادو ولایتونو په زراعتي سیمو کې د شنوخونو جوړول کولی شي د خوړو د امنیت په پیاوړتیا او د کورنیو د اقتصادي زیان‌مننې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button