اقتصادمهم خبرونه

په پنجشیر کې د «ګرین ګارنېټ» قیمتي ډبرې کان تائید شو

د پنجشیر ولایت سیمه‌ييز چارواکو ويلي، د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د «ګرین ګارنېټ» په نوم د قیمتي ډبرې يو کان موندل شوی او په رسمي ډول تائید شوی دی.

د پنجشیر د معادن او پټرولیم ریاست د معلوماتو له مخې، دغه کان د عنابه ولسوالۍ د آبدرې کلي په سیمه کې موقعيت لري او تخنيکي څېړنو د دې قیمتي ډبرې شتون رسماً ثابت کړی دی.

د يادې ادارې مسؤلين وايي، د دې کان د استخراج چارې به په نږدې راتلونکي کې پيل شي او د مسلکي استخراج جواز هم ورته صادر شوی دی.

پنجشیر د افغانستان له غرنیو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې له وړاندې د خپلو معدني زېرمو، په ځانګړي ډول د زمرد له امله پېژندل کېده. د «ګرین ګارنېټ» موندنه به اوس د دې ولایت اقتصادي اهمیت لا زيات کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button