د نږدې ۵۰۰ روغتیایي متخصصینو فراغت؛ د طبابت او سوداګرۍ د بېلتون غوښتنه

نږدې ۵۰۰ تنه د روغتیا برخې متخصصین د سهشنبې په ورځ، د سلواغې په ۲۸مه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د تخصص د بشپړولو له ریاست څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د فراغت په دې مراسمو کې، روغتیایي چارواکو د مسلکي ژمنتیا، اخلاقي اصولو او د معیاري خدماتو د وړاندې کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
مولوي نورجلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، په خپله وینا کې له ډاکټرانو وغوښتل چې «سوداګري له طبابت څخه جلا وساتي» او ویې ویل، په دې مسلک کې بریا هغه مهال تضمین کېږي چې د طبابت علمي پوهه د تجارتي موخو لپاره ونهکارول شي. نوموړي د ډاکټر او ناروغ ترمنځ د باور ساتلو اهمیت ته اشاره وکړه او له فارغانو یې وغوښتل چې په اخلاص سره خلکو ته خدمت وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د هېواد په کچه له ۳۱۸ ولسوالیو روغتونونو څخه د ۱۰۰ روغتونونو د تدارکاتو چارې بشپړې شوي او د دغو پروژو عملي کار به ډېر ژر پیل شي. د عامې روغتیا وزیر همداراز د نوو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو ژمنه وکړه.
په همدې مراسمو کې، قاري عبدالولي صدیقي، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، له فارغانو غوښتنه وکړه چې لکه څنګه چې په شخصي چارو کې هڅه کوي، همداسې دې په ملي چارو کې هم هڅاند وي. هغه ټینګار وکړ چې د مسلک تېرپاتې ژمنتیا او د مسوولیتونو سم ترسره کول کولای شي د دوی راتلونکی مسلکي ژوند تضمین کړي.
مولوي عبدالباقي حقاني، د ملي ازموینو رییس، هم د عامه پوهاوي د پراختیا او د وقایوي خدماتو د پیاوړتیا اهمیت په ګوته کړ څو د ناروغیو مخه ونیول شي. ده زیاته کړه چې د روغتیایي کارکوونکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو هڅې زیاتې شوې دي.
همدارنګه مولوي حمدالله نعماني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، په یادو مراسمو کې ګډون وکړ او دا ناسته یې یوه علمي او اکادمیکه غونډه وبلله. نوموړي له تازه فارغ شویو ډاکټرانو وغوښتل چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او په صبر او ډاډ سره ورته خدمتونه وړاندې کړي.




