د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه
په افغانستان کې په ۱۴۰۴ کال کې له شل زرو ډېر ټرانسپورتي موټرو ته GPS وسایل لګول شوي

د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې، په افغانستان کې ۲۰ زره او ۲۲۲ د GPS وسایل په ټرانسپورتي موټرو لګول شوي دي. دا پروګرام د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو په ګډون هغو موټرو ته عملي شوی چې د هېواد په بېلابېلو لارو تګ راتګ کوي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د نوو شمېرنو په حساب، تر اوسه نږدې ۴۰ زره مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه په ټول هېواد کې د GPS وسیلو سره سمبال شوي دي. دا بهیر په منظم ډول دوام لري.
د نړیوال موقعیت موندونکي سیستم (GPS) نصب د موټرو د تګ راتګ د ښه څارنې، د لارو د تنظیم او د ترانسپورتي خدمتونو د مدیریت په هدف ترسره شوی دی. خو د طالبانو ادارې له لوري د دې پروګرام د پلي کېدو او څارنې په اړه نور جزییات نه دي وړاندې شوي.




