اقتصادمهم خبرونه

په کابل کې د سرو زرو او سپینو زرو بیې په څرګنده توګه راټیټې شوې

د کابل د ښار زرګران وايي چې د سرو زرو او سپینو زرو بیې په وروستۍ یوه اونۍ کې په څرګنده توګه راټیټې شوې او دا بدلون د ورځني دادوستد پر وضعیت اغېز کړی دی.

د پلورونکو په وینا، د ۲۱ عیار سرو زرو د هر ګرام بیه له شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ څخه ۹ زره او ۵۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده، او د ۱۸ عیار سرو زرو بیه هم له ۹ زره او ۱۰۰ افغانیو څخه ۷ زره او ۷۰۰ افغانیو ته راکمه شوې ده. دوی زیاتوي چې دا کمښت د کابل په بېلابېلو بازارونو کې په ورته ډول لیدل کېږي.

زرګران همدارنګه د سپینو زرو د بیې د کمېدو خبر ورکوي. د دوی په وینا، د سپینو زرو د هر ګرام بیه چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې ۲۸۰ افغانۍ وه، اوس نږدې ۱۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې او د کمېدو لړۍ یې دوام لري.

په همدې حال کې، یو شمېر د کابل اوسېدونکي وايي، سره له دې چې طلا د وادهونو او دودیزو مراسمو لپاره یو مهم ټولنیز اړتیا بلل کېږي، خو اقتصادي ستونزې او د خلکو د پېرلو ځواک کموالی لامل شوی چې ډېری کسان د نوې طلا پر ځای خپلې زاړې طلاګانې وپلوري. دوی هیله څرګندوي چې بیې لا هم راښکته شي تر څو د بیا پېرلو زمینه برابره شي.

محمد بشیر احسان‌زاده، د کابل د زرګرانو اتحادیې رییس، هم وایي چې د تیرې اونۍ راهیسې تر اوسه، د سرو زرو د هر ګرام بیه په کابل کې له زرو افغانیو زیاته راټیټه شوې ده. د بازار د کارپوهانو په باور دا حالت د طالبانو تر ادارې لاندې د اقتصادي رکود مستقیم انعکاس دی او د خلکو پر ژوند یې ژور اغېز کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button