په نړۍ کې د امريکا د کړنو پر ضد د ونزوئلا له کبله پراخ مظاهرې

د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د ونزوئلا پر ضد د بريد او د دې هېواد د ولسمشر د تښتونې د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د نړۍ ګڼ شمېر ښارونه د پراخو اعتراضونو شاهدان وو. دغه مظاهرې په بروکسل، مادريد، انقره، مکسېکو ښار او لاسانجلس کې ترسره شوې او ګډونوالو د امريکا د لاسوهنې د پای غوښتنه وکړه.
د رسنيو د راپورونو له مخې، مظاهرهچيان د «خپل لاسونه له ونزوئلا لرې وساتئ» شعار په پورته کولو سره خپل پيغام د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه ملګرو ته ورسوله. هغوی ټينګار وکړ چې د ونزوئلا سياسي برخليک بايد د همدې هېواد د خلکو په لاس وټاکل شي، نه د بهرنيو قدرتونو له خوا.
په عين وخت کې، ځينو رسنيو خبر ورکړی چې د امريکا اداره نيت لري د نامعلوم وخت لپاره د ونزوئلا چارې «مديريت» کړي؛ دا هغه تګلاره ده چې د ونزوئلا د مشرانو له ښکاره مخالفت سره مخ ده. ورسره هممهاله، د امريکا سفارت په مکسېکو کې د خپلې ودانۍ پر وړاندې د ممکنه مظاهرو په اړه خبرداری ورکړی او له کارکوونکو يې غوښتي چې له شاوخوا سيمو څخه ځانونه لرې وساتي.
دغه اعتراضونه د ځينو اروپايي مشرانو د چوپتيا له امله له نيوکو سره هم مخ شول. د اروپايي کمېسيون مشره اورزولا فون درلاین يوازې د «سولهييز او ديموکراتيک بدلون» يادونه وکړه او د نيکولاس مادورو د تښتونې او د امريکا د بريدونو د احتمالي تلفاتو په اړه يې څرګند دريځ و نه نيوه.
د يونان لومړي وزير هم د دې عملياتو د قانونيتوب په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، سره له دې چې د آتن ښار د امريکا ضد مظاهرو شاهد و. بلخوا، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو وويل چې واشنګټن غواړي پر ونزوئلا پوځي فشار وساتي او د ځمکنيو ځواکونو د لېږلو احتمال يې هم رد نه کړ.
هغه ادعا وکړه چې دغه فشارونه به د امريکا د غوښتنو مطابق بدلونونو او د ونزوئلا د خلکو لپاره د يوې «ښه» راتلونکې لامل شي؛ خو دا ادعا د نړيوالې ټولنې له پراخ غبرګون او نيوکو سره مخ شوې ده.




