نړیوالو بنسټونو د پاکستان له حکومته د خبریالانو د ایستلو د درولو غوښتنه وکړه

یو شمېر نړیوالو بنسټونو د یوې رسمي لیک له لارې د پاکستان له صدراعظمه غوښتي چې د خبریالانو د ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي. دغه بنسټونه ټینګار کوي چې د دې کړنې دوام کولای شي د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د فعالیت پر وضعیت منفي اغېز ولري.
په دغه لیک کې د اسلاماباد له چارواکو غوښتنه شوې چې د خپلو پریکړو له بیاکتنې وروسته، خبریالانو ته د خوندي او قانوني کار کولو زمینه برابره کړي. د لیک لاسلیک کوونکو د رسنیو د رول پر اهمیت ټینګار کړی چې د پېښو د انعکاس او د خلکو د معلوماتو ته د لاسرسي لپاره اړین دی.
پاکستان په وروستیو کلونو کې له ګڼ شمېر سیمهییزو خبریالانو کوربهتوب کړی، خو یاد بنسټونه خبرداری ورکوي چې د خبریالانو ایستل نه یوازې د هغوی پر مسلکي ژوند اغېز کوي، بلکې د سیمې په کچه د ازاد معلوماتو پر بهیر هم پراخې پایلې لرلی شي.
تر اوسه د پاکستان چارواکو په رسمي ډول د دغه لیک په تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.




