دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

د ۲۰۳۵ کال تر پايه نيمه نړۍ د چاغښت له ستونزې سره مخ کېږي

نوې راپورونه ښيي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې شاوخوا څلور ميليارده کسان، يعنې د نړۍ نژدې نيمه نفوس، به د زيات وزن او چاغښت له ستونزې سره مخ وي. دا وړاندوينه د روغتيايي پايلو او د بېلابېلو هېوادونو د درملنې د نظامونو پر ظرفيت د زيات فشار په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

موندنې څرګندوي چې دا بهير يوازې د لويانو پورې محدود نه دی. د ماشومانو ترمنځ چاغښت هم په چټکۍ سره زيات شوی او د مکتب عمر لرونکو ماشومانو ترمنځ د چاغښت کچه د ۱۹۷۵ کال په پرتله نژدې پنځه برابره شوې ده.

د روغتيا کارپوهان وايي، د ناست ژوند بڼه، د خوړو د عادتونو بدلون او د لوړ کالورۍ لرونکو خوړو پراخ لاسرسی هغه عوامل دي چې د زيات وزن په ډېرېدو کې ونډه لري. چاغښت کولی شي د اوږدمهالو ناروغيو لکه د زړه ناروغي، شکر او د سرطان ځينې ډولونه زيات خطرناک کړي.

د هر کال د مارچ په څلورمه نېټه «نړیوال د چاغښت ورځ» لمانځل کېږي. دا ورځ له ۲۰۲۰ کال راهيسې د چاغښت د پايلو په اړه د پوهاوي د زياتولو او د مخنيوي او درملنې د لارو د ترويج په موخه په نړيواله کچه نمانځل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button