په غورماچ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو کمښت؛ خلک ساعتونه د اوبو په تمه دي

د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک د اوبو د سخت کمښت شکایت کوي او وایي، د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه په کتار کې انتظار باسي؛ داسې حالت چې د سلګونو کورنیو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د اوسېدونکو په وینا، د اوبو برابرول په دې ولسوالۍ کې ډېری د سولري سیستمونو له لارې ترسره کېږي، خو دا سیستمونه په وريځو او باراني ورځو کې له کاره پرېوځي. هغوی ټينګار کوي چې یوازې یو د اوبو څاه د له ۲۰۰ نه ډېرې کورنۍ لپاره شتون لري؛ داسې څاه چې د ملګرو ملتونو د همکارو مؤسسو په ملاتړ کیندل شوې، خو د اوسېدونکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.
په عین وخت کې، د اقلیم د بدلونونو د اغېزو د زیاتېدو او د بشردوستانه بنسټونو د ملاتړ د کمېدو له امله، د پاکو څښاک اوبو لاسرسی په د افغانستان لرو پرتو سیمو کې په یوه بیړنۍ اړتیا بدل شوی دی. د غورماچ اوسېدونکي د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې بحران پر وړاندې جدي پاملرنه وکړي، د دوامدارې اوبو رسولو د بنسټونو د رامنځته کولو او د صحي او بشري ستونزو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.




